تېر کال له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال شړل شوي دي

تېر کال له پاکستانه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال شړل شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د عرب نیوز د راپور له مخې د پاکستان راډیو اعلان وکړ: خپل وطن ته د افغانانو په ګډون د ناقانونه بهرنیو اتباعو د راستنیدو لړۍ دوام لري. دغې پاکستاني رسنۍ ویلي: د وروستیو شمېرو له مخې په تېرو دوو اونیو کې څه باندې ۱۶ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. تر اوسه څه باندې ۶۰۰ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د وروستیو احصایو له مخې، د اخراج د پلان له پیل مخکې څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې مېشت وو، چې د پاکستان د حکومت د شمېرو له مخې شاوخوا یو میلیون او ۷۰۰ زره یې قانوني اسناد نه لري.

بیشتر بخوانید:  د بولسونارو پلویانو د برازیل د ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره کړې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x