په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ دغه څرګندونې کړې دي چی د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو د پراخې سرغړونې له امله د نړۍ هېوادونه باید دغه ډله د عدالت په نړیواله محکمه کې محاکمه کړی. بینیټ وویل، «د طالبانو له خوا د ښځو له حقونو څخه سرغړونې دومره سیستماتیک، پراخې او ناوړه دي چې د بشریت پر ضد جرم او جنګي جنایت ګڼل کیدای شي.» هغه د طالبانو له خوا د افغان ښځو د تبعیض، تاوتریخوالی او ځورونې په اړه ګڼو راپورونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: “د طالبانو دا کړنې نه یوازې د افغان ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې په افغانستان او ټوله سیمه کې سولې او ثبات ته هم زیان رسوي.” بینیټ د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې د عدالت نړیوالې محکمې ته د شواهدو په وړاندې کولو سره د طالبانو په محاکمه کې مرسته وکړي.

- 49
- کې خپور شو 3:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 9051
- 23 جوزا 1403
- کې خپور شو 3:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 9051
- 23 جوزا 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها