جرمني یوې محکمې د چاړه د برید په تړاو د یوه افغان وګړي د نیولو حکم صادر کړی دی. د معمار پرس د خبر له مخې: اسوشیټیډ پریس خبري آژانس خبر ورکړی دی چی د جرمني یوې محکمې پرون (شنبه، د جوزا ۱۲مه) د دغه هېواد په منهایم ښار کې د چاړه د برید په تړاو د یوه ۲۵ کلن سړي د نیولو امر صادر کړ. سرچینې وویل چې د جمعې په ورځ د منهایم په ښار کې د یوې “سیاسي اسلام” مخالفې ډلې لخوا په یوه غونډه کې د چاړه په برید کې شپږ تنه ټپیان شول. سرچينې زياته کړه، چې په ټپيانو کې يو پوليس هم شامل دى، چې د سختو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوى دى. د جرمني پولیسو ویلي چې نوموړی له ۲۰۱۴ کال راهیسې په دغه هېواد کې اوسېږي.

- 48
- کې خپور شو 2:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 8883
- 13 جوزا 1403
- کې خپور شو 2:40 ب.ظ
- د خبر شمیره 8883
- 13 جوزا 1403
- خبرونه
- تازه تازه 14:40 - 13 جوزا 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8883
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها