ملا برادر: د طالبانو له استازي پرته به د افغانستان په اړه ناستې بې ګټې وي

ملا برادر: د طالبانو له استازي پرته به د افغانستان په اړه ناستې بې ګټې وي

د معمار پرس د خبر له مخې: ملا برادر دغه څرګندونې په کابل کې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په لیدنه کې کړې دي چی د طالبانو له استازي پرته به د افغانستان په اړه کومه نړیواله غونډه بې ګټې وي. د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کېږي چې ټاکل شوې په څو اونیو کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه په دوحه کې دریمه غونډه په قطر کې جوړه شي. سرچينې د ښاغلي الخليفي له خولې ليکلي او زياته کړې يې ده، چې قطر په دې ناسته کې د طالبانو د استازي شتون ته لېوالتيا لري. باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د دغه سازمان یوه پلاوي هم کابل ته سفر کړی و او په رسمي ډول یې د طالبانو د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي وو، چې په دوحه کې په درېیمه ناسته کې ګډون وکړي.

بیشتر بخوانید:  په غزه کې د جګړې پنځلسمه ورځ؛ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې ۳۵۰ فلسطینیان شهیدان شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x