د چورلکې د غورځېدو د شهید آیت الله سید ابراهیم رئیسي او د هغه د ملګرو د جنازې مراسم د تهران پوهنتون مخې ته د خلکو په پراخ حضور سره پیل شول. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مراسمو په پیل کښې د ایران د اسلامی جمهوریت ستر رهبر حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د تهران په پوهنتون کښې د ایران د شهید ولسمشر او د هغه د ملګرو د جنازې لمونځ وکړ. د ایران د اسلامي جمهوریت رهبر د جنازې له لمانځه وروسته د شهیدانو جسدونو سره وداع کړل. دغه راز د ایران د شهید ولسمشر او د هغه د ملګرو د جنازې د لمونځ له ادا کولو وروسته په تهران کښې د میلیونونو خلکو په شتون سره د جنازې مراسم ترسره کیږی. د یادولو وړ ده چې د اسلامی ایران د ولسمشر شهید آیت الله رئیسی جنازه به سبا پنجشنبه په مشهد کې د امام رضا په زیارت کې خاورو ته وسپارل شی.

- 56
- کې خپور شو 2:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 8741
- 2 جوزا 1403
- کې خپور شو 2:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 8741
- 2 جوزا 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
16 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها