د هیواد په شمال کې سیلابونه؛ بغلان ته د ځايي سوداګرو د مرستو یو کاروان راورسېد

د هیواد په شمال کې سیلابونه؛  بغلان ته د ځايي سوداګرو د مرستو یو کاروان راورسېد

د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس او د بغلان له سیلاب ځپلو سره د مرستو د راټولولو د کمېټې غړي اسدالله مصطفی هاشمي رسنیو ته وویل: د کابل او بلخ د سوداګرو دغه مرسته چې ۳۰ زره ۱۱۵ امریکايي ډالر نغدې، ۸۰۰ بورۍ اوړه او ۱ زره او ۱۷ کارټن درمل په کې شاملې دي، یادې کمېټې ته وسپارل شوه. هغه زياته کړه، چې دغه مرستې به د بغلان د لسو ولسواليو پر سېلاب ځپلو او مستحقينو ووېشل شي. د يادونې وړ ده، چې د هېواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو کې د سېلابونو له امله تر اوسه له ٣٠٠ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ٢٠٠٠ نور ټپيان دي. تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په شمالي ولایت بغلان کې ثبت شوې ده.

بیشتر بخوانید:  پاکستاني رسنۍ وايي: "ټي ټي پي" د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ ريښه ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x