طالبانو په هیواد کې د الکترونیکي حکومتولۍ د پراخولو لپاره هڅې اعلان کړې

د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو د لومړي وزیر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د سافټ ویر او الکترونیکي کمپنۍ له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې د دې ډلې حکومت هڅه کوي چې له ټولو امکاناتو سره د الکترونیکي حکومتولۍ د پراختیا لپاره هڅې وکړي. ښاغلي حنفي وویل، حکومت په خپل ټول توان سره هڅه کوي چې الکترونیکي حکومتوالۍ پراخه کړي او په بېلابېلو برخو کې له خوندي سافټویرونو کار واخلي. نوموړي دغه څرګندونې د طوطي سبز شرکت له مشر او د دغه شرکت له يو شمېر همکارانو او سافټوير انجنيرانو سره په کتنه کې وکړې. د يادونې وړ ده، چې د روانې مياشتې په پيل کې قزاقستان هم د طالبانو لپاره د الکترونیکي حکومتولۍ جوړولو ته چمتووالى اعلان کړ.

بیشتر بخوانید:  د افغان غره ختونکي تاریخي ویاړ او د ماونټ ایوریسټ فتحه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x