د معمار پرس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي ویلي چې د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي. د هغه په وينا، د ملېشو بريدونه د هغه هېواد د “امنيتي ارګانونو د کمزورتيا” له امله کېږي. د يادونې وړ ده، چې د پاکستان پوځ پرون (سه شنبه، د ثور ۱۸مه) اعلان وکړ، چې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د ۷ لاريو ځانمرګی بريد چې پنځه چينايي انجينران په کې ووژل شول، په افغانستان کې پلان شوی و. د اسلام اباد چارواکو تر دې مخکې هم څو څو ځله ادعا کړې چې د دغه هېواد پوځي مخالفان په افغانستان کې “خوندي پټنځایونه” لري او د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي. د کابل دا ادعا بې بنسټه وبلله او ویې ویل چې په هغه هېواد کې نا امني داخلي عوامل لري.

- 176
- کې خپور شو 12:07 ق.ظ
- د خبر شمیره 8525
- 19 ثور 1403
- کې خپور شو 12:07 ق.ظ
- د خبر شمیره 8525
- 19 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 12:07 - 19 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8525
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

طالبان: کابل ته د جمعهخان فاتح د لېږد احتمال شتون لري
46 minutes پیش

د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۴ کلونو کم عمره ځوانان جوړوي
56 minutes پیش


0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها