په تېره یوه ورځ کې له ایران څخه تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

په تېره یوه ورځ کې له ایران څخه تر زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د معمار پرس د خبر له مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه د ثور ۱۸مه) د دغه خبر په خپرولو سره ویلي: په ایران کې میشت یو زره او ۳۷۹ تنه کډوال د هرات د اسلام قلعه د پولې له لارې خپل هیواد ته راستانه شول. په اسلام قلعه کې د طالبانو د حکومت د سرحدي ځواکونو قوماندان دغه خبر ورکړ چی “د يادو شويو کسانو په منځ کې، چې کورنۍ او مجردان هم شامل دي، ٣٠٨ تنه چې پېژندګلوۍ ته اړتيا لري او د مرستې ترلاسه کولو په موخه د مهاجرت د نړيوال سازمان دفتر ته ور وپېژندل شول او خوراکي او غير خوراکي توکي يې ترلاسه کړل.” د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له يو ځل بيا واک ته رسېدو وروسته له هېواد څخه د کډوالۍ لړۍ په بې ساري ډول زياته شوه او زرګونه کسان د اقتصادي ستونزو له امله لرې او نږدې هېوادونو ته کډوال شول.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د ایران سفیر: د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي لانجه د افغان حکومت په اراده نه ده رامنځته شوې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x