د معمار پرس د خبر له مخې: د طالبانو د سرپرست حکومت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي نن د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قومندان رحمت الله محمد اکا سره په لیدنه کې وویل چی “امنیت د پرمختګ اساس دی، او هیڅ ټولنه به د امنیت له احساس پرته سوکالي ترلاسه نه کړي.” طالبانو د لومړي مرستیال په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې ملا رحمت الله محمد اکا د بلخ ولايت د امنيتي وضعيت او د دغه قول اردو د امنيتي ځواکونو د دندو په باب رپوټ وړاندې کړ او د ښاریانو د امنیت د تامین لپاره د هڅو ډاډ ورکړ. د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو له دې مخکې هم امنیت او ثبات د هېواد د پرمختګ لپاره مهم بللی او د هېوادوالو د امنیت پر تامین یې ټینګار کړی دی.

- 35
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8507
- 18 ثور 1403
- کې خپور شو 2:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 8507
- 18 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 14:10 - 18 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8507
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها