په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د طالبانو د اقتصاد له وزیر قاري دین محمد حنیف سره په کتنه کې د کابل له خوا د اعلان شوې «سیمه ییز اقتصاد» پالیسۍ اهمیت ته اشاره وکړه او وویل چی بې له شکه د افغانستان او د دې هېواد د نورو ګاونډیانو د پرمختګ لاره به د سیمه ییزو اقتصادي تمایلاتو او مشارکت له لارې تېرېږي او کابل باید د دې مسئلې په درک کولو سره د سیمه ایزو تبادلو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي او د افغانستان د پرمختګ لاره هواره کړي. هغه د دغې غونډې په دوام کښې په غزه کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: نن د دغه جنایتکار رژیم بد شکل څرګند شوی او آزاد ملتونه او حکومتونه د هغه په وړاندې دریدلې دي. په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال وویل: د افغانستان سرپرست حکومت د صهيونېسټ رژيم د وروستيو جنايتونو په وړاندې په نړيوال پاڅون کښې يو له مخکښو حکومتونو څخه ؤ او دغه مسئله د اسلامي هېوادونو لپاره يوه نوې هيله ده.

- 44
- کې خپور شو 11:16 ق.ظ
- د خبر شمیره 8498
- 18 ثور 1403
- کې خپور شو 11:16 ق.ظ
- د خبر شمیره 8498
- 18 ثور 1403
- خبرونه
- تازه تازه 11:16 - 18 ثور 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8498
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها