طالبان: له افغانستان پرته سیمه ییزه اړیکه ناشونې ده

طالبان: له افغانستان پرته سیمه ییزه اړیکه ناشونې ده

د طالبانو د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير دغه څرګندونې د ثور په ١١مه، په کابل کې د پولي تخنيک پوهنتون د محصلينو د فراغت په مراسمو کې وکړې چی افغانستان د سیمې د نښلولو نقطه ده او له دغه هېواد پرته د دې مسئلې حل ممکن نه دی. هغه زیاته کړه، د کاسا یو زر، ټاپي او سیمه ییز ټرانزیټ سترې اقتصادي پروژې د افغانستان له شتون پرته ناشونې دي او طالبان د دغو پروژو د عملي کېدو غوښتنه کوي. مولوي عبدالکبیر همدارنګه هیوادونه او لوی شرکتونه بلنه ورکړه چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې په بېلابېلو سکټورونو کې له بهرنیو شرکتونو او بېلابېلو بنسټونو د پانګونې غوښتنه کړې وه.

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د ایران د سوداګریز مرکز جوړول د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x