په قطر کښې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال محمد نعیم وردک د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته په اشارې سره وویل: په غزه کښې دصهیونیسټ رژیم جنګی جنایتونه او بشری ضد جنایتونه او د سپینې ماڼۍ پوځی او مالی ملاتړ دامریکا دخلکو نفرت زیات کړی دی. هغه زیاته کړه: له یوې خوا په امریکا، اروپا او استرالیا کښې د فلسطین په ملاتړ کښې د خلکو اعتراضونه په دوهمه اونۍ کښې شدت موندلی دی خو له بلې خوا د بیان د آزادۍ دروغجن ادعاکونکو له مظاهره کونکو سره ناروا چلند کوی. طالبانو تر دې مخکې له امنیت شورا او نفوذ لرونکو هېوادونو غوښتي وو، چې د فلسطیني ولس د نسل وژنې د مخنیوي او د فلسطین د مسئلې د حل لپاره د عادلانه لارو چارو د لټولو لپاره له پرېکړه لیکونو هاخوا عملي ګامونه پورته کړي. په دغه بیانیه کښې ټینګار شوی دی چې افغانستان د فلسطین د خلکو د حقه مبارزې ملاتړ کوی او د نړۍ په ازادو خلکو غږ کوی چې د صهیونیسټی رژیم د جنایتونو د مخنیوی لپاره کار وکړی.

- 36
- کې خپور شو 3:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 8415
- 10 ثور 1403
- کې خپور شو 3:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 8415
- 10 ثور 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها