په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي دي چې په افغانستان کې نجونې له وخت مخکې او جبري ودونو، د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي. په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې ليندا توماس ګرينفيلډ د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه د دغه سازمان د امنيت شورا په غونډه کې وويل چې افغان نجونې د تعلیم په ګډون له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي. د هغه په وينا، په دغه هېواد کې ځوان هلکان هم د ماشوم سرتېرو په توګه استخدامېږي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې پر نجونو او ښځو ډېر محدودیتونه لګولي دي. اوس مهال نجونې او ښځې ښوونځي، پوهنتون او کار ته له تګ څخه بې برخې دي.

- 47
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8242
- 16 حمل 1403
- کې خپور شو 2:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 8242
- 16 حمل 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



