حبیب الرحمن حکمتیار: له خلکو سره د طالبانو چلند د داعش په څېر دی

حبیب الرحمن حکمتیار: له خلکو سره د طالبانو چلند د داعش په څېر دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د افغانستان له نړیوالو رسنیو سره په مرکه کې وویل: طالبان انحصارګران دي او له افغانانو سره یې چلند د داعش په څېر دی. هغه وويل: طالبان يوازې د خپلې ډلې غړي مني او نورو ته د هغو کسانو په سترګه ګوري چې تسليم شوي او يا له هېواده تښتېدلي دي. د دوی له نظره، یوازې طالبان د منلو وړ دي او دا هغه څه دي چې داعش کوي. هغه زیاته کړه چې طالبان یوازې فکر کوي چې دوی مسلمانان دي او نور غلط دي. په همدې حال کې د طالبانو د عدلیې وزیر د شنبې په ورځ د حزب اسلامي مشر ته خبرداری ورکړ چې د دغې ډلې تر واک لاندې په افغانستان کې د «ګوند یا حزب» ذکر کول جرم دی. په ورته وخت کې ویل کېږي چې د ګلبدین حکمتیار تلویزیون هم خپرونې بندې کړې دي.

بیشتر بخوانید:  د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو په کمیدو سره د میندو او ماشومانو روغتیا ته ګواښونه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x