طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې

طالبان: په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې کومه امنیتي پېښه نه ده شوې

دا خبره د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه خبري غونډه کې وکړه چی د دغه وزارت ځواکونو د ۱۴۰۲ کال په وروستیو شپږو میاشتو کې ۱۲۵۴۰ کسان د جرمونو په تور نیولي دي. ده وويل چې په دې موده کې په دغه وزارت کې ٨٧٤٧ جنايي قضيې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ٧٢٣٣ قضيې کشف او ١٥٢٥ نورې يې کشف او تر څېړنې لاندې دي. هغه ادعا وکړه، چې د ١٣٩٢ لمريز کال په وروستيو شپږو مياشتو کې د هېواد په ډېرو ولايتونو کې يوه امنيتي پېښه هم نه ده رامنځته شوې او نه هم د امنيت ضد کوم تحرکات ترسره شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې دا د تېرو څو لسیزو په پرتله “بې ساري” دی.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د ایران سفیر: د افغانستان له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د ټول شموله حکومت رامنځته کول دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x