د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په دې وروستیو کې له ایران څخه د اسلام قلعه بندر له لارې ۱۵۴۸ تنه او د تورخم له لارې ۴۸۱ تنه نور افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي. د اسلامي امارت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ۱۵۴۸ راستنیدونکي د اسلام کلا له لارې افغانستان ته او ۴۸۱ راستنیدونکي د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي. د کډوالو چارو وزارت زیاته کړه چې د کډوالو د ستونزو د هواري د کمېټو له خوا له پاکستان سره پر پوله پر یو شمېر راستنو شویو کورنیو نغدي او خوراکي توکي وېشل شوي دي.

- 40
- کې خپور شو 2:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 8108
- 8 حمل 1403
- کې خپور شو 2:02 ب.ظ
- د خبر شمیره 8108
- 8 حمل 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
16 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها