د معمار پرس د خبر له مخې؛ پاکستاني رسنیو اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د دغه هېواد پولیسو ته امر کړی چې د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو پیل کړي. په دویم پړاو کې به نږدې یو میلیون افغان کډوال له پاکستانه وایستل شي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې دا پړاو به په اوړي کې پیل شي. ډان ورځپاڼې لیکلي، چې نږدې یو میلیون افغان کډوال چې د ACC کارتونه او یا د موقتي استوګنې کارتونه لري، به ویستل شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې شمېرې ښيي چې په پاکستان کې ۲.۱۸ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. د تېر کال په نومبر میاشت کې پاکستان اعلان وکړ چې ۱.۷ میلیونه بې اسناده کډوال به اخراج کړي. پاکستاني رسنۍ اټکل کوي چې شاوخوا یو نیم میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

- 55
- کې خپور شو 12:01 ق.ظ
- د خبر شمیره 8068
- 6 حمل 1403
- کې خپور شو 12:01 ق.ظ
- د خبر شمیره 8068
- 6 حمل 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها



