د هند استازي له افغان سوداګرو سره په کتنه کې: چابهار بندر د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ دروازه ده

د هند استازي له افغان سوداګرو سره په کتنه کې: چابهار بندر د هند او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ دروازه ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د هند ځانګړي استازي “جي پي سینګ” کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالب چارواکو تر څنګ له اقتصادي فعالانو او سوداګرو سره وکتل. د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تېره شپه په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې افغان سوداګرو د افغانستان او هند تر منځ دوه اړخیزه سوداګري د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره ارزښتناکه وبلله او له هند څخه یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې او پراختیا، د دې لارې د پرتو خنډونو د حل او افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه. د هند ځانګړي استازي په کابل کې له یو شمېر اقتصادي فعالانو او سوداګرو سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې ستونزې هوارې شي. افغان سوداګرو د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر وړاندې شته ستونزو ته اشاره وکړه او په ځواب کې یې ښاغلي سنګ ژمنه وکړه چې د دغو ستونزو د حل لپاره به جدي هڅې وکړي.

بیشتر بخوانید:  ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې له یو میلیون څخه زیات داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته ستانه شوي دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x