کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې د تلپاتې ثبات د تامین لپاره پر ملي تفاهم ټینګار وکړ

کرزي د یوناما له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې د تلپاتې ثبات د تامین لپاره پر ملي تفاهم ټینګار وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړي استازي (د یوناما سیاسي مرستیال) مارکوس پوتزل سره په کتنه کې د تلپاتې ثبات د تامین لپاره د ملي تفاهم پر اړتیا ټینګار وکړ. کرزي همدا راز د چهارشنبې په ورځ (د حوت ۱۶مه) په ایکس کی وویل چې په دې کتنه کې یې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو خبرې وکړې. په همدې حال کې ښاغلي کرزي له افغانستان سره د متحدینو هېوادونو له همکاریو مننه وکړه او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر بیا پرانیستلو ټینګار وکړ. په تېر یوه کال کې کرزي له بهرنیو چارواکو سره په خپلو لیدنو کې تل د نجونو پر زده کړو د بندیز پر لرې کولو او د افغانانو تر منځ د خبرو پر پیل ټینګار کړی دی.

بیشتر بخوانید:  د ایران د بهرنیو چارو وزیر: د عراق، سوریې، یمن او فلسطین امنیت د سیمې امنیت ګڼو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x