په ایران کې د مهاجرینو د پاتې کیدو لپاره د 100 ملیون تومانو پانګونه

په ایران کې د مهاجرینو د پاتې کیدو لپاره د 100 ملیون تومانو پانګونه

د ایران د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو د ادارې د اعلامیې له مخې هغه کسان چې د سرشمیرنې کارت لري او په ایران کې د پاتې کیدو اراده لري باید په ملي بانک کې سل میلیونه تومانه پانګونه وکړي. همدارنګه، هره کورنۍ باید 5 میلیونه تومان د بیمې پریمیم (یو کال) په توګه ورکړي. د البرز ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو چارو عمومي رییس اعلان وکړ: هغه بهرني کډوال چې د سرشمیرنې او بیا شمیرنې کارتونو سره په دې ولایت کې اوسیږي کولای شي د مالي سرچینو مدیریت او د ځانګړي زیرمو جذب پلان کې برخه واخلي او د هیواد تولیداتو لړۍ کې برخه واخلي. “سیروس دهقان شیري” زیاته کړه: د دې لپاره چې کډوال په ایران کې پاتې شي او د استوګنې جواز ترلاسه کړي، د دوی د کورنۍ هر مشر باید په ملي بانک حساب کې سل ملیونه تومانه پانګونه وکړي. همدارنګه، هره کورنۍ باید نور 5 ملیونه تومان د بیمې پریمیم (یو کال) په توګه ورکړي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټور ترمنځ د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړون لاسلیک شو
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x