طالبانو د اسلام قلعه، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونو د کاري ساعتونو د زیاتوالي اعلان وکړ

طالبانو د اسلام قلعه، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونو د کاري ساعتونو د زیاتوالي اعلان وکړ

طالبانو اعلان کړی، چې د اسلام قلعه، نیمروز او ابو نصر فراهي ګمرکونو کاري ساعتونه د افغانستان پر وخت د سهار له ۸ بجو څخه د ماښام تر ۱۲ بجو پورې غځول شوي دي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هرات د ګمرک مسوولینو د شنبې په ورځ د جدي په ۱۶مه وویل چې دا اقدام یې له ایراني چارواکو سره د دغې ډلې له هوکړې وروسته کړی دی. د دغه هوکړه لیک له مخې به له نن څخه په دغو دریو بندرونو کې ګمرکي خدمات په دوامداره توګه او پرته له کوم خنډه وړاندې کیږي. ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بیشتر بخوانید:  د ایران د پولیسو مشر: د روان کال تر پایه به دوه میلیونه غیر قانوني کډوال خپل هیواد ته ستانه شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x