د طالبانو پلاوی له پاکستان سره د اړیکو د بیا رغولو لپاره دغه هېواد ته تللی دی

د طالبانو پلاوی له پاکستان سره د اړیکو د بیا رغولو لپاره دغه هېواد ته تللی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کندهار د والي ملا شیرین اخند په مشرۍ د طالبانو پلاوی د سه شنبې په ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد. دا غونډه له پاکستان سره د اړیکو د ښه کولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د هواري لپاره د طالبانو د هڅو په لړ کې ده. تر دې مخکې پاکستاني سرچینو ویلي وو چې د غونډې په مهمو موضوعاتو کې د دوه اړخیزو اړیکو بیا رغونه، د تحریک طالبان پاکستان دریځ او پاکستان ته د دغې ډلې د غړو سپارل شامل دي. ویل کیږي چې د طالبانو پلاوی به د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په ګډون له پاکستاني چارواکو سره وګوري.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه د سیاسي کړکیچ د حل او له نړیوال انزوا څخه د افغانستان د ایستلو لپاره حل لاره
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x