د طالبانو د روغتیا او پوهنې په ریاست کې د ۳۵۰ زره ښځو د شتون په اړه د طالبانو د روغتیا وزیر ادعا

د طالبانو د روغتیا او پوهنې په ریاست کې د ۳۵۰ زره ښځو د شتون په اړه د طالبانو د روغتیا وزیر ادعا

د طالبانو د روغتیا وزیر قلندر عباد ادعا کړې چې د دې ډلې حکومت د ښځو د حقونو خلاف نه دی او دا مهال ۱۵۰ زره ښځې په روغتیا او ۲۰۰ زره د پوهنې په برخه کې کار کوي. دا په داسې حال کې ده چې رښتینې او تایید شوې احصایې د دغه طالب چارواکي د ادعا برعکس ثابتوي. قلندر عباد د مالیزیا ټلویزیون “استرو اواني” په یوه غونډه کې ادعا وکړه چې د طالبانو حکومت “د ټولو ښځو لپاره دروازې خلاصې ساتلې” ځکه چې د ده په وینا د ښځو له ګډون پرته د ټولنې اداره کول ستونزمن دي. دغه طالب چارواکي په دغه غونډه کې ادعا کړې وه چې اوس مهال د طالبانو تر واک لاندې افغان ښوونځیو کې شاوخوا دوه سوه زره ښځینه ښوونکې تدریس کوي. دا په داسې حال کې ده چې د رسمي شمېرو له مخې په ۱۴۰۰ کال کې مخکې له دې چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړ او ټول نارینه او ښځینه ښوونکي یې په کار بوخت وو، د ښوونکو ټولټال شمېر شاوخوا ۲۲۰ زرو ته رسېده.

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه: اسلام اباد په پاکستان کې د افغان کډوالو د ملاتړ غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x