سرچينې د طالبانو له زندان څخه درې مياشتې وروسته د جوليا پارسي د خوشې کېدو اعلان وکړ

سرچينې د طالبانو له زندان څخه درې مياشتې وروسته د جوليا پارسي د خوشې کېدو اعلان وکړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د جولیا پارسي کورنۍ د دوشنبې په ورځ د قوس په ۲۷مه تایید کړه چې د ښځو د حقونو دغه پېژندل شوې فعاله له څه باندې درې میاشتني توقیف وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوې ده. طالبانو مېرمن پارسي په کابل کې د میزان په پنځمه په خپل کور کې ونیوله. تر اوسه د مېرمن پارسي د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نشته. تر دې مخکې د قوس په ۱۳مه، په داسې حال کې چې د طالبانو په زندان کې د «شکنجې» له امله د جولیا پارسي د “خراب فزیکي حالت” په اړه راپورونه خپاره شول، سرچینې وویل چې دغه ښځینه مظاهره کوونکې روغتون ته وړل شوې ده.

بیشتر بخوانید:  په مزارشریف کې دیني عالمانو او قومي مخورو د افغانستان د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x