د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی دی

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نیول شوی دی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین له افغانستان سره په ګډې پولې د پاکستان له ویزې پرته د تګ راتګ د بندیز پر ضد د اعتراضونو پر مهال په بلوچستان کې د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوی دی. خبري سرچینې وايي، پولیسو چمن ښار ته څېرمه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر احتجاجي کاروان برید کړی او منظور پښتین یې نیولی دی. په دې نښته کې يوه ښځه هم ټپي شوې ده. منظور پښتین په ټولنیزو شبکو کې ویلي چې دا برید هغه مهال وشو چې د اعتراض کوونکو کاروان غوښتل له چمن څخه تربت ته ولاړ شي.

بیشتر بخوانید:  د نویو سیاسي ایتلافونو په اړه د متقې غبرګون: د څو روپیو لپاره یې په غاړه کې د غلامۍ زنګولې اچولي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x