د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چی د درې اړخیزې ناستې په تړاو په لومړنۍ ناسته کې د کډوالو چارو وزارت معین مولوي عبدالرحمن راشد، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د دغه وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون کړی و. په دې کتنه کې دمهاجرينو د راستنیدونکو چارو وزارت معين له پاکستان څخه په دې سړه هوا کې د مهاجرينو شړل او د راستنېدونکو د ستونزو په باب يادونه وکړه او ويې ويل چی د درې اړخیزې ناستې د ترسره کولو لپاره د پاکستان د نه منلو له امله ټاکل شوې چې دغه ناسته په کابل کې وشي. د مهاجرینو چارو وزارت مرستیال وویل، چې په کابل کې د درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو موضوع د بهرنیو چارو وزارت له لارې له پاکستان او ملګرو ملتونو سره مطرح شوې ده. هغه زیاته کړه چې پاکستان تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی او د کډوالو چارو وزارت د دغه هېواد ځواب ته منتظر دی.

- 52
- کې خپور شو 12:00 ق.ظ
- د خبر شمیره 6553
- 1 عقرب 1402
- کې خپور شو 12:00 ق.ظ
- د خبر شمیره 6553
- 1 عقرب 1402
- خبرونه
- تازه تازه 12:00 - 1 عقرب 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6553
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها