طالبان: د اقلیم د بدلون پروژې بیا پیلول اړین دي

طالبان: د اقلیم د بدلون پروژې بیا پیلول اړین دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان د عمومي اداري مرستیال بیت بیکدول سره په کتنه کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون او د چاپېریال ساتنې په برخه کې پروژې بیا پیل کړي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د دوشنبې په ورځ د میزان ۱۷ مه په ایکس چینل کې د یوه پیغام په خپرولو سره دغه غونډه اعلان کړه. ستانکزي دغه راز په افغانستان کې د نشه يي توکو بدیل معیشت ته د پاملرنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان لا هم د نړیوالو مرستندویه ادارو مرستو ته اړتیا لري.

بیشتر بخوانید:  22 هیوادونو تر 2050 پورې د نړۍ اټومي ظرفیت درې چنده کولو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x