د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه سرغړونې بندې کړي. “په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک جنسیتي تبعیض سره مبارزه” تر سرلیک لاندې د دوی د غونډې په وروستۍ اعلامیه کې راغلي دي چی په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د دغه هېواد ښځې او نجونې په تدریجي ډول د یو لړ فرمانونو له لارې له عامه ژوند څخه لیرې شوې دي. د نړۍ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د ښځو د څانګې د راپور په حواله ویلي چې تېر کال په افغانستان کې له هرو دوو ښځو څخه نږدې یوه ښځه له فزیکي، جنسي یا کورني تاوتریخوالي سره مخ شوې ده

- 46
- کې خپور شو 1:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 6071
- 29 سنبله 1402
- کې خپور شو 1:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 6071
- 29 سنبله 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
19 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها