د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مهاجرت ادارې ویاند ډانیل باخ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سویس پرېکړه کړې چې هغو افغان کډوالو ته چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې پاسپورټونه نه دي ترلاسه کړي، ځانګړي پاسپورټونه صادر کړي. د سویس د دولتي ټلویزیون په وینا، دا پریکړه د محکمې د تیرې میاشتې له پریکړې وروسته شوې ده. د دغو ځانګړو پاسپورټونو په صادرولو سره، پناه غوښتونکي کولای شي نږدې ټولو هېوادونو ته سفر وکړي. دا پرېکړه په سویس کې د شاوخوا ۳۰ زره افغان کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره ښه خبر دی چې نه شي کولای د اعتبار وړ پاسپورت ترلاسه کړي.

- 49
- کې خپور شو 1:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 5861
- 4 سنبله 1402
- کې خپور شو 1:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 5861
- 4 سنبله 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها