د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په پنجاب ایالت په یوې غونډې کې اعلان وکړ چې د اسد په ۱۸مه به د هېواد پارلمان منحل شي او د سرپرست حکومت لپاره به لاره پرانستل شي. د اوسني پارلمان کاري دوره د اسد په ۲۱ مه پای ته رسیږي. پاکستان په داسې حال کې د پارلماني انتخاباتو موسم ته داخلیږي چې د شهباز شریف بانفوذه سیال عمران خان په درې کاله بند محکوم شو او د پاکستان له سیاسي صحنې څخه لیرې شو. تر اوسه د موقت حکومت د مشر نوم نه دی په ډاګه شوی. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله تایید کړه چې د مالیې پخوانی وزیر حفیظ شیخ یو له انتخابونو څخه دی.

- 54
- کې خپور شو 4:58 ب.ظ
- د خبر شمیره 5653
- 16 اسد 1402
- کې خپور شو 4:58 ب.ظ
- د خبر شمیره 5653
- 16 اسد 1402
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


اروپايي ټولنې د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو زدهکړې او کارموندنې پر ملاتړ ټینګار وکړ
13:57 - 25 سرطان 1405

د ویکي فارمر راپور: د عوایدو کمښت او پر افغان بزګرانو زیاتېدونکي فشارونه
13:04 - 25 سرطان 1405

مزدور نیوکه کوونکي او چوپ پاتې کسان راضي نه دي!
13:03 - 25 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها