داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مرستيال: افغانستان فارسي ادبياتو ته اړتيا نه لري او نه يې زده کړو ته اړتيا لرو

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مرستيال: افغانستان فارسي ادبياتو ته اړتيا نه لري او نه يې زده کړو ته اړتيا لرو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال قاري محمد یونس راشد پرون د اسد په ۱۱مه په بامیانو کې له ځوانانو سره په کتنه کې د ځوانانو پر تخصص او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل ځوانان باید داسې مسلکونه زده کړي چې له لارې یې موږ پرمختللې جنګي وسایل چمتو کړو. داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معين په پوهنتونونو کې دفارسي ادبياتو تدريس يوه بی اهمیت موضوع وبلله او ويې ويل چې دفارسي ادبياتو زده کړه ضروري نه ده. نوموړي پرون د باميانو د ځوانانو د ستونزو د اورېدو په موخه دغه ولايت ته سفر کړى و او د دغه ولايت له ځوانانو سره په غلغله هوټل کې خبرې وکړې.

بیشتر بخوانید:  طالبان: هر هغه څوک چې افغانستان ته په سپکه سترګه ګوري له سخت غبرګون سره به مخ شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x