د معمار پرس د خبر له مخې؛د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې (موږ د متحده ايالاتو د رئيس جمهور جو بايډن دا څرګندونې چې په افغانستان کې اوسمهال جنګي ډلې شتون نه لري د حقیقت درک بولو).
د بهرنيو چارو وزارت وياند همدارنګه ويلي، چې د امريکا د ولسمشر دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بنديزونو د څار ډلې هغه راپور تکذيبوي، چې ګواکې په افغانستان کې تر ۲۰ډېرې جنګي ډلې شتون او فعاليت لري.
سرچينې زياته کړې؛ (د اسلامي امارت پاليسي دا ده، چې هېڅ چاته به اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو په ضرر وکاروي.)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند ټينګار کړی، چې په دې اړه د اسلامي امارت کړنې د امریکا په شمول د هیچا په مرسته او فرمایش نه تر سره کېږي

- 54
- کې خپور شو 2:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 5135
- 11 سرطان 1402
- کې خپور شو 2:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 5135
- 11 سرطان 1402
- خبرونه
- تازه تازه 14:36 - 11 سرطان 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=5135
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها