د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، (چې ځینو لوېديځو رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیز شوی سند ښيي، چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو).
مجاهد همدارنګه زياته کړې، چې افغانستان د سیمې په کچه په یو امن هېواد بدل شوی او د سږ کال کوچنی اختر یې ترټولو ښه بېلګه ده، چې له نېکه مرغه په ټول هېواد کې هیڅ امنیتي پېښه تر سره نه شوه، همدا راز په سیاسي او دیپلوماتیکه برخه کې هم له نړیوالو سره د مسلسلو پرمختګونو او تعامل شاهدان یو.
نوموړي ويلي، چې په داسې زماني مقطع کې بې مسوولیته ادعاوې او خودساخته اسناد خپرول د هغو استخباراتي مغرضو کړیو کار دی، چې په افغانانو یې ښه حالت نه لورېږي.
سرچينې زياته کړې، چې (د افغانستان اسلامي امارت په هېواد باندې بشپړ کنټرول لري او هيچاته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان د کوم بل هېواد د امنیت په ضد استعمال شي، خصوصا د داعش غوندې فتنه ګره ډله سخته ځپل شوې او د محوه کېدو په حال کې ده.)
د اسلامي امارت وياند همدارنګه ويلي؛ دا چې د اسلامي امارت له تعهداتو او عملي اقداماتو سره سره بیا هم افغانستان نړۍ ته خطر معرفي کېږي او د دې پرځای چې دلته د موجود امن، ثبات او اسلامي امارت د مثبتو پیغامونو هرکلی وشي، دا ډول مغرضانه راپورونه د دې ښکارندوی دي، چې په امریکا کې ځیني کړۍ لا هم د افغانستان له خلکو سره له کینې او دښمنۍ څخه نه دي لاس په سر شوي.
سرچينې زياته کړې، چې ټول باید پوه شي چې اوس عامه ذهنیت په دا ډول ناکامه هڅو نه تېر ایستل کېږي.
اسلامي امارت: د افغانستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی سند مغرضانه او پروپاګند دی

- 46
- کې خپور شو 12:06 ق.ظ
- د خبر شمیره 4028
- 4 ثور 1402
- کې خپور شو 12:06 ق.ظ
- د خبر شمیره 4028
- 4 ثور 1402
- خبرونه
- تازه تازه 12:06 - 4 ثور 1402
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=4028
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
15 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها