یو خصوصي شرکت د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د توليد په برخه کې پانګونه کوي

یو خصوصي شرکت د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د توليد په برخه کې پانګونه کوي

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ملا عبدالقاهر ادریس نن په خپل کاري دفتر کې د افغان ویند جنریشن پاور تولیدي شرکت له مسئولینو سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ګازو له سرچینو څخه د برېښنا د تولید او په یاده برخه کې د پانګوالو د جلبولو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

په لیدنه کې همدارنګه د ياد شرکت مسئولينو په هېواد کې د ګازو له سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د برېښنا د توليد په برخه کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یاد شرکت له مسئولینو سره د همکاري ژمنه وکړه او برېښنا ته د افغانستان د خلکو د اړتیا یادولو ترڅنګ یې په هېواد کې د برېښنا د تولید د چټکتیا غوښتنه وکړه.

بیشتر بخوانید:  د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د ښځو پر کار بندیز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو فعالیتونه ګډوډ کړي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x