په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ اعلان کړی چې د ځوانانو په زدهکړه او د مهارتونو په پراختیا کې د پانګونې له لارې، د دغه هېواد د راتلونکي او د ځوان نسل لپاره د کاري فرصتونو د زیاتوالي ملاتړ کوي.
دغه بنسټ د ځوانانو د مهارتونو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په خپله ایکس پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د ښوونیزو پروګرامونو، تخنیکي او مسلکي زدهکړو او د کارزدهکړې د دورو له لارې، د افغانستان د ځوانانو د مهارتونو د لوړولو او کاري فرصتونو ته د هغوی د لاسرسي زمینه برابروي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ زیاته کړې چې دغه پروګرامونه د دې لپاره طرحه سوي ، څو ځوانان د کاروبارونو د پیلولو او د دوامدار عاید د سرچینو د رامنځته کولو لپاره پیاوړي کړي.
په دغه پیغام کې همدارنګه ټینګار سوی چې د افغانستان انجونې او هلکان باید د ننني کار بازار اړین مهارتونو ته لاسرسی ولري، څو وکولای سي د خپلو ټولنو په پرمختګ او پراختیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د افغانستان ځوانان، په ځانګړي ډول انجونې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د زدهکړې، کارموندنې او ټولنیزې ونډې په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي او له نامعلوم راتلونکي سره ژوند کوي.



