د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد نديم کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هېواد سویل لوېدیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه او استادانو سره مشورتي ناسته وکړه.
نوموړي په دغه ناسته کې د تحصیلي بنسټونو مشرتابه او استادان د اسلامي امارت د فرمانونو د عملي کولو ملاتړ ته را وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د غربیانو د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي.
سرپرست وزير زياته کړه، چې موږ باید د روغتیا، ټکنالوژۍ، انجنیري او نور عصري علومو په ډګر کې پر ځان بسیا او د پردیو له احتیاج څخه را ووځو.
نوموړي پر مسلکیتوب د ټینګار تر څنګ، د یاد زون استادانو ته د هغوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.
د هېواد سويل لوېدیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت له سرپرست سره خپلې مشورې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ، چې په خپل ټول توان سره به د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره هڅې وکړي

- 54
- کې خپور شو 9:40 ق.ظ
- د خبر شمیره 1666
- 27 قوس 1401
- کې خپور شو 9:40 ق.ظ
- د خبر شمیره 1666
- 27 قوس 1401
- خبرونه
- تازه تازه 09:40 - 27 قوس 1401
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=1666
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
13 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها