د معمار پرس د خبر له مخې؛ متحده ایالاتو د کډوالو او د هغوی د ډله ییزې اخراج پر وړاندې د سختو پالیسیو د پلي کولو په موخه په خپل وروستي اقدام کې د افغانستان په ګډون د څو آسیایي هیوادونو څخه ۱۱۹ کډوال پاناما ته شړلي دي. د سي بي ایس نیوز په وینا، کډوال په یوه پوځي الوتکه کې پاناما ته لیږدول شوي دي. د پاناما د بهرنیو چارو وزارت هم دا خبر تایید کړ او اعلان یې وکړ چې دا الوتنه د مهاجرینو لومړۍ ډله ده چې د متحده ایالاتو سره د یوې موافقې له مخې دې هیواد ته ننوځي. د پاناما د چارواکو په وینا، دا کډوال د افغانستان، چین، هند، نیپال، پاکستان، سریلانکا، ویتنام، ترکیې او ازبکستان څخه دي.

- 55
- کې خپور شو 12:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 120533
- 27 دلو 1403
- کې خپور شو 12:53 ق.ظ
- د خبر شمیره 120533
- 27 دلو 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



