پاکستان د افغان وګړو لپاره د کډوالۍ کارتونو موده غځولې ده

پاکستان مهلت کارت‌های مهاجرت شهروندان افغانستان را تمدید کرد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د مدني ټولنې او د بشري حقونو د فعالانو له اندېښنو وروسته د پاکستان حکومت اعلان وکړ چي د افغان مهاجرینو د راجستریشن سند (PoR) کارتونو د اعتبار موده د 1404 کال د سرطان د میاشتې تر 9 نیټې (د 2025 کال د جون تر 30) پورې غځول شوې ده. د پاکستان د ډان ورځپاڼې د رپوټ له مخې دغه خبر په داسې حال کښې خپور شو چې د دغه هېواد ستره محکمه د افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج په خلاف د درخواستونو د څېړلو په حال کښې دی. په پاکستان کې د افغان مهاجرینو شمیر چې د PoR کارتونه لري 1.3 ملیون اټکل کیږي. برسېره پر دې، شاوخوا 700,000 نور خلک د افغان تابعیت کارتونه (ACC) لري. د کارتونو د غځولو پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې اعلان وکړ چې په لویه کچه د افغان کډوالو د ایستلو پلان لري.

بیشتر بخوانید:  د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د تنظیم لپاره د سمارټ سیسټم پیل کول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه