د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په افغانستان کې د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د یوه پلان د چمتو کولو اعلان وکړ. قانع اعلان وکړ چې دا پلان به د څلورو کلونو لپاره عملي شي او موخه یې د افغان قاچاقبرو په ځانګړې توګه د هغو کسانو نیول دي چې په بهر کې ژوند کوي. قانع زياته کړه چې له کوربه هېوادونو لکه ايران او پاکستان سره يې داسې تدابير نيولي چې قاچاقبرو يې ونيول شي او بېرته افغانستان ته ولېږدول شي. هغه دا هم وويل چې د دغو کسانو ډېرى په ګاونډيو هېوادونو کې مېشت دي. دغه طالب چارواکي ټینګار کړی، چې شاوخوا ۱۱ ورځې مخکې د طالبانو مشر د یوه حکم په صادرولو سره د انسان قاچاق غیر قانوني بللی او له عاملینو سره یې د پرېکنده اقدام غوښتنه کړې ده.

- 41
- کې خپور شو 6:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 115557
- 13 جدی 1403
- کې خپور شو 6:14 ب.ظ
- د خبر شمیره 115557
- 13 جدی 1403
- خبرونه
- تازه تازه 19:15 - 13 جدی 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115557
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
18 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405