د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له چین سره د مصنوعي هوښیارتیا په برخه کې د همکارۍ د پراخولو امر کړی دی. پوتین په دوام وویل چې د مصنوعي هوښیارتیا د راتلونکي په اړه به یوه ستراتیژیکه غونډه په روسیه کې جوړه شي. د ټاس د راپور له مخې، د پوتین د حکم له مخې، په پام کې ده چې دا غونډه د مصنوعي هوښیارتیا د ساحې د لا پراختیا په هدف په بنسټیزو او اکتشافي څیړنو تمرکز وکړي. د پوتین لخوا په وروستیو څرګندونو کې ویل شوي چې په لویدیځ ماډلونو کې جوړ شوي مصنوعي هوښیارتیا ممکن د “زینوفوبیا” لامل شي، او له همدې امله هغه په روسیه کې پدې برخه کې پراختیا او څیړنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

- 58
- کې خپور شو 2:55 ب.ظ
- د خبر شمیره 115499
- 13 جدی 1403
- کې خپور شو 2:55 ب.ظ
- د خبر شمیره 115499
- 13 جدی 1403
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
19 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405