د معمار پرس د خبر له مخې؛ په آسټریا کې د افغانستان سفیرې منیژه باختری د طالب چارواکو د نیولو د حکم د غوښتنې په اړه د هاګ د محکمې د څارنوال د وروستۍ څرګندونې هرکلی کړی ده. باختری د یکشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: “زه د چیلي، کوسټاریکا، هسپانیې، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو هیوادونو څخه مننه کوم چې د افغانستان وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو نازک وضعیت د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کوي. ” دغو شپږو هېوادونو اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وضعيت د خرابوالي او په تېره بيا د ښځو او نجونو د کړکېچن حالت له امله يې د افغانستان قضيه د جرمونو نړيوالې محکمې ته راجع کړې ده.

- 48
- کې خپور شو 12:08 ق.ظ
- د خبر شمیره 112256
- 19 قوس 1403
- کې خپور شو 12:08 ق.ظ
- د خبر شمیره 112256
- 19 قوس 1403
- خبرونه
- تازه تازه 12:08 - 19 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=112256
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



