د طالبانو حکومت اعلان کړی چی د طالبانو د صدراعظم د دفتر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (شنبه) د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیایونګ او په کابل کې د دغه هېواد له سفیر جاوشینګ او ورسره ملګري پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې د چین ځانګړي استازي وویل، هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې اړیکې ښې کړي او اقتصادي همکارۍ زیاتې کړي. د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ د اړیکو پر ښه والي او د تفاهم پر رامنځته کولو د ټینګار په ترڅ کې وویل چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. یوشیایونګ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا، ارزښتونو او خپلواکۍ ته د درناوي په ترڅ کې وويل، چين هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګونې په پراخولو سره د افغانستان د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې ونډه واخلي.

- 41
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 110472
- 4 قوس 1403
- کې خپور شو 1:05 ب.ظ
- د خبر شمیره 110472
- 4 قوس 1403
- خبرونه
- تازه تازه 20:38 - 4 قوس 1403
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=110472
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، سرطان ۲۱
16 hours پیش


قزاقستان: افغانستان د سیمې د هېوادونو د امنیت لپاره ګواښ نه ګڼل کېږي
13:29 - 13 سرطان 1405

طالبانو او بنګلهدېش د اقتصادي همکاریو ظرفیتونه وڅېړل
13:14 - 13 سرطان 1405