د طالبانو ویاند ، ذبیحالله مجاهد، د اسلامي همکاریو سازمان د ښځو چارو د وزیرانو په ناسته کې د نړیوالو اندېښنو په غبرګون کې ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه د شریعت له مخې خوندي دي. دا ادعا په داسې حال کې مطرح کېږي چې د دې ډلې تګلارې، په انجونو او ښځو باندي د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړلو څخه نیولې، تر کونډو او د کور د نفقې برابرونکو ښځو د کار د بندیز پورې، نه یوازې د قرآن کریم او نبوي سنت له څرګندو لارښوونو سره ښکاره ټکر لري، بلکې د دین د تحریف او د ټولنې د اخلاقي او انساني بنسټونو د له منځه وړلو ښکاره بېلګه بلل کېږي.
راپورونه له اسلاماباد څخه څرګندوي چې د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ښځو چارو د وزیرانو نهمې ناستې یو ځل بیا د افغانستان د ښځو د کړکېچن حالت په اړه د اسلامي نړۍ اندېښمن نظرونه راواړول. د دې ناستې په پای کې، وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د ښځو او انجونو پر زدهکړو او کار د روانو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دا یې د اسلامي ارزښتونو، چې د ښځو د درناوي او حقونو پر ساتنه ټینګار کوي، خلاف وبلل. په غبرګون کې ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، په دفاعي څرګندونو کې یو ځل بیا پر دې ناسم باور ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي سوي دي او هېڅوک باید اندېښنه ونه لري. خو دا ادعا له تریخو واقعي حالتونو څخه دومره لیرې ده چې په ډاډ سره یې د اوسني وخت له سترو سیاسي ـ دیني تناقضونو څخه یوه بلل کېدای سي. څنګه هغه حکومت چې انجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدهکړې اجازه نه ورکوي، ښځې له کار څخه منع کوي او هغوی په خپلو کورونو کې بندوي، د اسلام د شریعت د پلي کولو ادعا کولای سي؛ هغه شریعت چې خپله یې د ښځو لپاره د زدهکړې، انساني درناوي او عزت بنسټ ایښی دی؟
د اسلامي هېوادونو وزیرانو په اسلاماباد کې په څرګندو ټکو ویلي چې د افغانستان د ښځو او انجونو پر وړاندې لګېدلي بندیزونه له هغو «اسلامي ارزښتونو» سره په بشپړ ډول ټکر لري چې د «ښځو د عزت، حقونو او پرمختګ» پر ساتنه ټینګار کوي. دا ګډ دریځ د مسلمانانو د هېوادونو له لوري یو مهم دریځ دی، چې څرګندوي د طالبانو له لوري د اسلام تفسیر یو منحرف او ناسم تفسیر دی. خو طالبانو د دې نیوکې د منلو پر ځای، هغه رد کړې او د اسلامي همکاریو سازمان ته یې هم بېپامي کړې او پر خپل منحرف تفسیر ټینګار کوي. دا ډول چلند به د نړیوالې ټولنې او ان تر اسلامي نړۍ پورې د دې ډلې لا زیات انزوا سبب سي.
د طالبانو تر ټولو ستره او وېروونکې کړنه د ټولنې د نیمایي برخې پر وړاندې د زدهکړې د دروازو تړل دي. هغوی په ویاړ سره اعلان کوي چې ښځو ته تر شپږم ټولګي پورې د زدهکړې اجازه ورکوي، خو په داسې ټولنه کې چې د شپږو لومړنیو ټولګیو زدهکړه، هغه هم د کمزوري ښوونیز کیفیت سره، حتی د سم لیک لوست توان نه سي ورکولای؛ دا ادعا نه یوازې بېځایه ده، بلکې د انساني شعور ښکاره سپکاوی دی. هغوی انجونې د ناپوهۍ او بېخبرۍ په یوه زندان کې بندي کړې دي، څو ټولنه د وروسته پاتېوالي پر لور یوسي.
په قرآن کریم او نبوي سنت کې هېڅ داسې ځای نسته چې د زدهکړې مخه ونیسي. رسول اکرم (ص) فرمایلي دي: «د علم او پوهې زدهکړه پر هر مسلمان نارینه او ښځینه فرض ده.»
الله تعالی په علق سورت کې د وحی لومړني آیتونه د «لوستلو» او «زدهکړې» په امر پیلوي:
«اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ… الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ»
(د علق سورت، له ۱ تر ۴ آیتونو)
دغه آیتونه انسان د پوهې له لارې پرمختګ ته رابولي او په دې لاره کې د نارینه او ښځینه ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي. طالبانو د پوهنتونونو او لېسو په تړلو سره، نه یوازې د دین له څرګندو لارښوونو سره مخالفت کړی، بلکې د یو اسلامي تمدن د راتلونکې بنسټونه یې هم زیانمن کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) هم خبرداری ورکړی چې د دې بندیزونو دوام به د ناخالص کورني تولید د نیم سلنې کمېدو او د یو میلیون انجونو د زدهکړې له محرومېدو سره مخامخ کېدو لامل سي، او دا د یوه هېواد لپاره د قطعي ماتې معنی لري.
طالبانو یوازې انجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه نه دي ایستلې، بلکې ښځې، په ځانګړې توګه کونډې او د کورنۍ سرپرستې ښځې، چې خاوندان یې په جګړو او په ښارونو کې د ترهګرو په چاودنو کې له لاسه ورکړي دي، د کار او عاید له خپل مسلم حق څخه هم بېبرخې کړې دي. دا کړنه نه یوازې ښکاره ظلم دی، بلکې څو اړخیزه ستم دی چې ډېرې کورنۍ د بېوزلۍ او لوږې کندې ته ورټېل وهي.
د بشري حقونو له نظره، د کار او د دندې د ټاکلو حق د ټولو وګړو لپاره په رسمیت پېژندل سوی دی، او د ښځو د کار مخنیوی د جنسیتي توپیر ښکاره بېلګه ده. خو د اسلام د سپېڅلي دین له نظره، د طالبانو دا کړنه د شریعت له روح سره لوی خیانت بلل کېږي.
حضرت فاطمه (رض) د ښځو د بېلګې په توګه، د کور د چارو د سمبالوونکې او له خپل خاوند سره د ژوند د اړتیاوو په برابرولو کې د همکارې په توګه پېژندل کېږي. د اسلام تاریخ له هغو ښځو څخه ډک دی چې په اقتصادي او ان تر سیاسي ډګرونو کې یې فعالیت کړی دی.
حضرت خدیجه (رض) یوه سوداګره او کارکوونکې مېرمن وه، او رسول الله (ص) د هغې په پانګه سوداګري کوله.
طالبانو د ښځو د کار په بندولو سره، د الهي قانون ښکاره سرغړونه کړې او هغوی یې سوال کولو او سپکاوي ته اړ کړې دي.
ذبیحالله مجاهد وايي: «د ښځو حقونه د شریعت په چوکاټ کې خوندي سوي دي». پوښتنه دا ده: دا هغه «د شریعت چوکاټ» چې تاسې یې یادونه کوئ، څه دی؟ ایا اسلامي شریعت ښځې ته د انتخاب حق، د نظر څرګندولو حق، د زدهکړې حق، د کار حق، د تګ راتګ د آزادۍ حق او د انساني عزت د لرلو حق نه دی ورکړی؟
څنګه کېدای سي چې تاسې دین یوازې د خپلې خوښې له مخې په اجباري پوښښ او کورني بندیز محدود کړئ او بیا ورته «شریعت» ووایئ؟
طالبانو پر ښځو د ۵۰ څخه ډېر محدودوونکي فرمانونه لګولي دي، چې په حقیقت کې د اسلام د غوښتنو پر خلاف لاره یې غوره کړې ده. سپېڅلي اسلام د خپل پیغمبر په رالېږلو سره ښځې د جاهلیت له تیارو وژغورلې او هغوی ته یې عزت ورکړ.
خو طالبانو په اسانۍ سره د زرګونو لوستو او کارکوونکو ښځو حیثیت تر پښو لاندې کړی او هغوی یې خپلو کورونو بندي کړي دي. دا «د حقونو خوندي کول» نه دي، بلکې د «دین تحریف» او «د ټولنې پر تر ټولو مظلومې طبقې د ظلم» ښکاره بېلګه ده. طالبانو حتی ښځینه ډاکټرانې له تخصصي زدهکړو څخه منع کړې دي، چې له امله یې د هېواد روغتیايي او درملیز نظام له جدي ستونزو سره مخ سوی دی. دا خپله د بشریت پر وړاندې او د راتلونکو نسلونو پر ضد یوه درنه کړنه ده.
هغه څه چې طالبانو په افغانستان کې رامنځته کړي دي، «اسلامي حکومت» نه، بلکې «د ناپوهۍ او زور حکومت» دی. هغوی د شریعت له نوم څخه په ګټې اخیستنې، د اسلام، قرآن او انسانیت پر وړاندې ستر ظلم ترسره کوي.
په داسې حال کې چې د هېواد ښځې او انجونې له خپل مسلم حق څخه، چې په آزاده او باعزته فضا کې ژوند وکړي، بېبرخې کړل سوي دي، د دې ډلې ویاندویان د ظاهراً دیني اصطلاحاتو په کارولو هڅه کوي چې ویښ وجدانونه خطاء باسي.
خو حقیقت دا دی چې دا تګلارې د هغه رحمتکوونکي او عزتبښونکي اسلام سره هېڅ تړاو نه لري. دا سیاستونه د هغه قبیلوي او نارینهمحوره فکر پایله ده چې له «دین» او «عقل» سره جوړجاړی نه لري.
تر هغې چې د اسلامي نړۍ په یوه برخه کې یوه انجلۍ ښوونځي ته د تګ اجازه ونه لري او یوه ښځه د خپلې کورنۍ د اړتیاوو په پوره کولو کې ونډه وانخلي، د «اسلامي تمدن» خبره نه سي کېدای.
نړیواله ټولنه، او په ځانګړې توګه دیني عالمان او پوهان، باید دا کړنې په لا ټینګه توګه وغندي او اجازه ورنه کړي چې د اسلام نوم په دغو غیرانساني کړنو بدنام سي. د افغانستان راتلونکی په دې حقیقت د منلو پورې تړلی دی چې ښځه د ټولنې نیمایي برخه ده او نه سي کېدای چې تل د ناپوهۍ او محرومیت په تیارو کې بنده وساتل سي. تاریخ به د دې ستر فرصت ضایع کولو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي او طالبان به د هغې ډلې په توګه وپېژني چې له دین سره یې یوه توره او خطرناکه لوبه وکړه.



