د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د «د اسلامي امت یووالی د شهید رهبر په اند کې» غونډه په مشهد کې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو د یو شمېر شخصیتونو او مفکرینو په ګډون ترسره سوه.
دا غونډه د مشهد د طبي علومو پوهنتون د امام علي (ع) په تالار کې د همدې پوهنتون د بسیج او په مشهد کې د مېشتو افغانانو د ولسي کمېټې په همت ترسره سوه.
په دې غونډه کې ویناوالو او مېلمنو د بېلابېلو اسلامي هېوادونو څخه د شهید رهبر ، امام خامنهاي په اند کې د «واحد امت» د فکري او تمدني ظرفیتونو څېړنه وکړه او د مسلمانانو د ولسونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
ګډونوالو همدارنګه د اسلامي نړۍ د اوسني وضعیت په اړه په اشارې سره وویل چې د اسلامي امت یووالی د فرهنګي، سیاسي او ټولنیزو ننګونو پر وړاندې د مبارزې لپاره یو بنسټیز ستراتیژیک لوری دی.
د دې غونډې منشي مهدي اشرفي په خپلو خبرو کې د اسلامي یووالي په برخه کې د دغه شهید رهبر د اندونو د بیا لوستلو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: اوسنی اسلامي نړۍ تر بل هر وخت زیات یووالي او همغږۍ ته اړتیا لري.
اشرفي د وروستیو کلونو د تکفیري جریانونو پر وړاندې د مبارزې تجربو ته په اشارې سره وویل: په دې دورو کې د اسلامي ملتونو ترمنځ د یووالي بېلګې په څرګند ډول لیدل سوې دي چې د اسلامي نړۍ د همغږۍ د امکان څرګندونه کوي.
د غونډې منشي همدارنګه د ملي هویت او اسلامي امت د هویت ترمنځ اړیکې ته په ټینګار سره وویل: تاریخي تجربو ښودلې ده چې د اسلامي امت هویت د ملي هویت سره په ټکر کې نه دی، بلکې د هغه بشپړونکی او پیاوړی کوونکی دی.
هغه زیاته کړه: نن ورځ اسلامي نړۍ تر بل هر وخت زیات د خبرو اترو، علمي همغږۍ، کلتوري همکاریو او د ورورګلوۍ د اړیکو پیاوړتیا ته اړتیا لري. د اسلامي نړۍ له مهمو ننګونو څخه یوه دا ده چې قومي او ملي لیدلوري پر پراخ اسلامي لیدلوري غالب سوي دي.
اشرفي وویل: هر هېواد د خپلو ملي ګټو د تأمین مسؤلیت لري، خو کله چې لنډمهاله ملي ګټې د اسلامي امت له ستراتیژیکو ګټو سره په ټکر کې راځي، نو یو ډول دوهګونیتوب او تضاد رامنځته کېږي چې د اسلامي نړۍ لوی ظرفیتونه کمزوري کوي.
هغه د اسلامي هېوادونو د استازو او مفکرینو ګډون په دې غونډه کې د اسلامي امت د همغږۍ د لوړې کچې نښه وبلله او ویې ویل: دا ګډون د مسلمانانو د ملتونو ترمنځ د همکارۍ پر بنسټ د روښانه راتلونکي د جوړېدو څرګند انځور دی.
حجتالاسلام شیخ موسی رضایي، چې د دې مراسمو له نورو ویناوالو او د افغانستان له فرهنګي شخصیتونو څخه وو، د شهید رهبر په اند کې د اسلامي امت د ځانګړتیاوو او بنسټونو په بیانولو سره د اسلامي نړۍ د یووالي او له افراط او تفریط څخه د ډډې پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: اسلامي امت په دې اند کې د خدای تعالی او الهي پېغمبرانو پر ایمان ولاړ جوړښت لري او د اسلامي ارزښتونو پابندي، په ديني چلند کې الګووالی، د حق غوښتنه او له افراط او تفریط څخه لرې والی د واحد امت له مهمو ځانګړتیاوو څخه دي.
دغه افغان فرهنګي شخصیت همدارنګه توحید او پر خدای ایمان د اسلامي امت له اساسي ارکانو څخه وبلل او ویې ویل: د اسلامي امت یووالی د شهید رهبر له مهمو ټینګارونو څخه دی او په بېلابېلو ویناوو کې یې د شیعه او سني د اختلافاتو د لیرې کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی، ځکه چې دښمن تل له دغو اختلافاتو څخه د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې لپاره استفاده کوي.
هغه همدارنګه عزت او خپلواکي د اسلامي امت له نورو ځانګړتیاوو څخه وبلله او ویې ویل: اسلامي امت باید له نورو هېوادونو څخه له تړلتیا ډډه وکړي او پر خپل استقلال تکیه ولري.
رضایي د شهید رهبر په اند کې د عدالت او مقاومت مفهوم ته په اشارې سره وویل: د هغه په لید کې مسلمانان یوازې د زورواکي او صهیونیزم پر وړاندې د مقاومت له لارې عدالت او خپلواکي ته رسېدلی سي.
هغه په پای کې وویل: شهید رهبر تل ټینګار کاوه چې د مقاومت په صورت کې به اسلامي جمهوریت ایران، اسلامي امت او د مقاومت جبهه بریالي سي او نن ورځ هم د دې مقاومت پایله د امریکا او صهیونیستي رژیم په ماتې کې ښکاري.
د دې غونډې په دوام کې د پاکستان، افغانستان، عراق او هند د مفکرینو په ګډون تخصصي بحث ترسره سوو.
په دې ناسته کې له پاکستانه زاهد علي زاهدي، له افغانستانه مولوي ساماني، له عراقه ابراهیم التمیمي او له هند څخه سید ثمر عباس زیدي د اسلامي یووالي او د هغه د بېلابېلو اړخونو په اړه خپل نظرونه او شننې وړاندې کړي.
دا پروګرام د زدهکوونکو، استادانو او د اسلامي نړۍ د موضوعاتو له مینهوالو څخه له پراخ هرکلي سره مخ سوو او د اسلامي یووالي د خبرو اترو د پیاوړتیا لپاره د داسې ناستو پر دوام ټینګار وسوو.




