د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د امنیتي ګواښونو له امله د سیمه‌ییزو اندېښنو زیاتوالی

په داسې حال کې چې د پاکستان او تاجکستان د چارواکو ترمنځ د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له خاورې سرچینه اخیستونکو امنیتي ګواښونو په اړه خبرې روانې دي، د سیمې د هېوادونو اندېښنې په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیت او شتون په اړه لا هم مخ په زیاتېدو دي.

په وروستیو میاشتو کې، د سیمې یو شمېر هېوادونو څو ځله په افغانستان کې د سختدریځو ډلو د فعالیتونو د پراخېدو او د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. روسیې، سره له دې چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په څو مواردو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او فعالیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. له بلې خوا پاکستان هم د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک د بریدونو له زیاتوالي سره مخ سوی او څو ځله یې د افغانستان له خاورې د امنیتي ګواښونو موضوع راپورته کړې ده.

نجیب شمال، سیاسي شنونکي، د معمار خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي چې طالبان سره له دې چې په افغانستان کې د سیاسي ثبات او امنیت د ټینګښت پر ژمنو ټینګار کوي، په عملي توګه یې ونه سو کړای چې د افغانستان د وګړو او ګاونډیو هېوادونو لپاره تل پاتی امنیت برابر کړي.

د هغه په وینا، د سیمې هېوادونه اوس تر پخوا ډېر په دې باور دي چې طالبان له ځینو سختدریځو ډلو ملاتړ کوي او دا موضوع کولای سي د سیمې امنیت له جدي ننګونو سره مخ کړي.

دغه سیاسي شنونکی ټینګار کوي چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ د بحران د پراخېدو د مخنیوي او د پوله‌ایزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډې همکارۍ او همغږې اقدامات ترسره کړي.

په سیمه کې د امنیتي اندېښنو زیاتوالی په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالبان تل ادعا کوي چې له افغانستانه به د نورو هېوادونو پر ضد کار اخیستلو ته اجازه ورنه کړي؛ هغه ادعا چې د سیمې د هېوادونو د دوامدارو اندېښنو او خبرداریو له امله لا هم له شکونو سره مخ ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x