د افغانستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ د ۴۴۶.۶ میلیونه افغانیو سوداګریز تړونونه

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ناسته کې، چې د افغانستان، د روسیې د داغستان او تیومن، او قزاقستان د سوداګریزو استازو په ګډون ترسره سوه، د افغانستان، روسیې او قزاقستان د شرکتونو ترمنځ د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه د بېلابېلو برخو، په ګډون د ودانیزو توکو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدمتونو په برخو کې لاسلیک سول.
د افغانستان، روسیې او قزاقستان ترمنځ د ۴۴۶.۶ میلیونه افغانیو سوداګریز تړونونه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ناسته کې، چې د افغانستان، د روسیې د داغستان او تیومن، او قزاقستان د سوداګریزو استازو په ګډون ترسره سوه، د افغانستان، روسیې او قزاقستان د شرکتونو استازو د ۴۴۶ میلیونه افغانیو په ارزښت سوداګریز تړونونه، چې شاوخوا اووه میلیونه ډالرو سره برابر دي، لاسلیک کړل.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې دغه تړونونه بېلابېلې برخې، لکه د ودانیزو توکو برابرول، درمل، خوراکي توکي او کرنیز خدمتونه رانغاړي.

د دغې خونې په وینا، د دې ناستې ګډونوالو همدارنګه د پانګونې پر فرصتونو، د خصوصي سکتور ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او د درېیو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخیزې او څو اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

په داسي حال کي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د تړونونو د پلي کېدو د وخت، د عملي کېدو د څرنګوالي او د تړون د هر یوه لوري د مالي ونډې په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

طالبانو په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چې له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. روسیه هم له هغو هېوادونو څخه ده چې د طالبانو واک ته له بېرته رسېدو وروسته یې له افغانستان سره په ځینو برخو لکه انرژۍ، لېږد رالېږد او سوداګرۍ کې خپلې اقتصادي همکارۍ زیاتې کړې دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی وو چې د افغانستان او روسیې کلنۍ سوداګریزه کچه ۵۳۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلې ده. د دغه وزارت د شمېرو له مخې، له دې اندازې څخه یوازې ۴ میلیونه ډالر د افغانستان د صادراتو برخه ده، په داسې حال کې چې له روسیې څخه د وارداتو ارزښت ۵۳۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي؛ هغه شمېره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریز توازن د ډېر نابرابرۍ ښکارندويي کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x