د طالبانو د مخابراتو وزارت د ۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د مخابراتي شبکې د پراختیا د تړونونو د لاسلیک خبر ورکړ

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې له درېیو مخابراتي شرکتونو سره یې د ۱.۱ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت تړونونه لاسلیک کړي، څو د افغانستان په اوو ولایتونو کې ۱۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړ سي.
د طالبانو د مخابراتو وزارت د ۱.۱ میلیونه ډالرو په ارزښت د مخابراتي شبکې د پراختیا د تړونونو د لاسلیک خبر ورکړ

د طالبانو د حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له درېیو مخابراتي شرکتونو سره د ۱.۱ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت د تړونونو د لاسلیک خبر ورکړی، چې له مخې به یې د افغانستان په اوو ولایتونو کې ۱۱ نوي مخابراتي سایټونه جوړ سي.

 د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دا پروژه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (ATRA) اړوند د مخابراتو د پراختیا صندوق (TDF) د یوولسم پروګرام په چوکاټ کې پلې کېږي او موخه یې د هېواد په لیرې پرتو او لږ برخمنو سیمو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو پراخول ښودل سوي دي.

د دغو تړونونو له مخې، د «اتما» شرکت دنده اخیستې چې د تخار ولایت د بهارک ولسوالۍ، د سمنګان ولایت د خرم او سرباغ ولسوالیو، د بغلان ولایت د تاله او برفک ولسوالیو، د پکتیا ولایت سیدکرم ولسوالۍ، د پکتیکا ولایت نعمت‌آباد ولسوالۍ، د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ او د لوګر ولایت ازرې ولسوالۍ کې اته مخابراتي سایټونه جوړ کړي.

همدارنګه افغان وایرلس (AWCC) شرکت به د بغلان ولایت د ګذرګاه نور ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ جوړ کړي او د افغانستان اتصالات شرکت به دوه نور سایټونه د تخار ولایت خواجه‌غار ولسوالۍ او د خوست ولایت تڼۍ ولسوالۍ کې جوړ کړي.

د طالبانو د مخابراتو وزارت زیاته کړې چې د عامه لاسرسي د لسمې پروژې په چوکاټ کې په ټول افغانستان کې د ۵۵۰ مخابراتي سایټونو جوړول پلان سوي وو.

د دغه وزارت په وینا، تر اوسه ۴۰۰ مخابراتي سایټونه بشپړ سوي او ګټې اخیستنې ته سپارل سوي دي، او د نورو سایټونو چارې لا هم روانې دي.

د دغه وزارت چارواکو هیله څرګنده کړې چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د لیرې پرتو سیمو د اوسېدونکو مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ښه سي او د اړیکو د پراختیا زمینه به په بېلابېلو برخو کې برابره سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x