عبدالحکیم همت آخندزاده، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رئیس ، په پکتیا ولایت کې د وینا پر مهال پاکستان د افغانستان ناوړه دښمن بللی او ادعا یې کړې چې اسلاماباد په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی نه دی.
دغه طالب چارواکي، پرته له دې چې نور جزئیات وړاندې کړي، پاکستان یې په افغانستان کې د ثبات په مخالفت سره تورن کړی دی.
د هغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ کړکېچونه زیاتې سوې دي. پاکستان څو ځله طالبان له هند سره پر همکارۍ او په دغه هېواد کې د ناامنۍ او امنیتي بحرانونو په زیاتېدو کې پر ونډې اخیستو تورن کړي دي؛ هغه تورونه چې طالبانو تل رد کړي دي.



