د اروپا د پارلمان غړې: له طالبانو سره د بروکسل ناسته د سیاسي اړیکو عادي کول وو

هانا نیومن ، د اروپا د پارلمان غړې ، په بروکسل کې د طالبانو له پلاوي سره د اروپايي کمېسیون پر وروستۍ ناستې نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې دا لیدنه یوازې له یوه تخنیکي تعامل څخه زیاته وه او د طالبانو له حساب ورکولو پرته له دغه ډلې سره د سیاسي اړیکو د عادي کولو معنا لري.
د اروپا د پارلمان غړې: له طالبانو سره د بروکسل ناسته د سیاسي اړیکو عادي کول وو

هانا نیومن، د اروپا د پارلمان غړې، په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون او د طالبانو د پلاوي ترمنځ د ناستې په ترسره کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه څه چې اروپايي کمېسیون یې «تخنیکي تعامل» بولي، په حقیقت کې له حساب‌ورکونې پرته د سیاسي اړیکو د عادي کولو یو ډول دی.

نیومن د سرطان په ۲۳مه، د سې شنبې په ورځ، په ټولنیزه شبکه اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي: «له طالبانو سره د تخنیکي تعامل په نوم کوم څه شتون نه لري. دا له حساب ورکولو پرته د سیاسي اړیکو عادي کول دي.» هغې همدارنګه ټینګار کړی چې د داسې ناستې ترسره کېدل «باید هېڅکله نه وای سوي.»

د اروپا د پارلمان دې غړې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې افغانستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو د بهیر په اړه روڼتیا رامنځته کړي او څرګنده کړي چې کوم کسان افغانستان ته بېرته لېږل کېږي، په اروپا کې مېشت افغان وګړي به د پولې هاخوا ځپنې پر وړاندې څنګه خوندي کېږي او طالبان د دې همکارۍ په بدل کې کوم امتیازات یا غوښتنې لري.

نیومن زیاته کړې چې اروپايي کمېسیون ټینګار کړی چې دا خبرې اترې یوازې له اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو څخه افغانستان ته د «محکومو ترهګرو، قاتلانو او جنسي تېري کوونکو» د ایستلو په اړه وې؛ خو له آلمان څخه خپاره سوي راپورونه ښايي چې د دغه هېواد چارواکي د هغو افغان وګړو د ایستلو لپاره هم زمینه برابروي چې هېڅ ډول جزايي محکومیت نه لري.

هغې همدارنګه د اروپايي کمېسیون په دریځ کې هغه څه ته اشاره کړې چې «تناقض» یې بللی او ویلي یې دي چې په داسې حال کې چې بروکسل دا ناسته یوازې تخنیکي بولي، طالبانو اعلان کړی چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلي خدمتونو فعالول هم د دغو خبرو اترو د اجنډا یوه برخه وه.

اروپايي کمېسیون د سرطان په لومړیو کې په بروکسل کې د طالبانو د پنځه کسیز پلاوي کوربه وو. د دغه بنسټ په وینا، د دې ناستې موخه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو څخه افغانستان ته د «مجرمو کډوالو» د ایستلو اړوند تخنیکي موضوعاتو څېړل وو.

خو د طالبانو چارواکو له دې لیدنې وروسته اعلان وکړ چې په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د قونسلي خدمتونو د فعالولو موضوع هم د خبرو اترو په ترڅ کې مطرح سوې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x